کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کی د ټاکنو لپاره د نوم لیکنی تقویتی بهیر پېل سو

20 جوزا 1398 ساعت 20:11

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولین وایی: د تقویتی نوم لیکنی په دې بهیرکی به د هغو کسانو پر تذکرو سټیکر وهی، چی په تیرو ټاکنو کی له دې بهیره پاته سوې وه، او یا یی هم له یوې سیمی بلی ته کډه کړې وی.
د هلمند والی خلکو ته ډاډ ورکړ، چی د نوم لیکنی دا مرکزونه به د امنیت له پلوه بشپړ خوندی وی.



د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تقویتی نوم لیکنی د چارو د پیل پر مهال  هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان له ټولو ولسونو وغوښتل، چې تذکرې واخلی او هم هغه کسان چې تذکرې یې په تېره دوره کې نه وی سټیکر سوی د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د سټیکر لګولو مرکزونو ته لاړ سی او پر خپلو تذکرو د ټاکنو لپاره سټیکرونه ولګوی.
هغه  له دینی عالمانو، مدنی ټولنو، ولسی مخورو، د ښځو شبکو، رسنیو او ټولو اقشارو وغوښتل، چې خلک په مرکز او ولسوالیو کی تذکرو اخیستلو او سټیکر لګولو ته وهڅوی.
د هلمند والی ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په مرکز او ولسوالیو کی د سټیکر لګولو مرکزونه بشپړ خوندی او فعاله وی.
هلمند کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون استازی وویل: د ټول هیواد په ګډون هلمند کې هم د روانې جوزا میاشتې له ۱۸مې نیټې څخه بیا د سرطان میاشتې تر۸مې نېټې پورې پر تذکرو د سټیکر لګولو تقویتی بهیر پېل شوی، چې له مخې به یې د هغو کسانو پر تذکرو سټیکر ولګول شی، چې د مخکنۍ پروسې څخه پاتې او هم به هغو کسانو ته سټیکر لګول کېږی، چې ټاکنیز محل یې تغیر شوی وی.
هغه زیاته کړه د لښکرګاه په ګډون په نادعلی، ناوې، نهرسراج، واشیر، ګرمسېر، مارجې او کجکی ولسوالیو کې د سهار له ۷بجو څخه بیا د مازدیګر تر ۴بجو پورې ښځینه او نارینه محلونه د خلکو پر مخ د سټیکر لګولو لپاره پرانېستی دی.
اوس مهال د هلمند د مرکز ترڅنګ په ناوه ، ګرشک ، نادعلی ، ګرمسیر او واشیر ولسوالیو کی د تقویتی نوم لیکنی د مرکز د پرانیستلو لپاره زمینه برابره ده ، خو په شمالی او یو شمیر جنوبی لیری پرتو ولسوالیو لکه مارجه ، خانشین او دیشو ولسوالیو کی د نا امنۍ له امله د دې مرکزونو د پرانیستلو امکان نه لیدل کیږی.


د مطلب کود: 186500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186500/هلمند-کی-د-ټاکنو-لپاره-نوم-لیکنی-تقویتی-بهیر-پېل-سو

آوا
  https://www.avapress.com