دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۲
د مطلب کود : 186501
ولسې جرګې ځینی نوماندانو د کندهار والی څخه ټاکنو رئیس لیری کولو غوښتنه کړي
د ولسی جرګی ځینی نوماندانو د کندهار والی حیات الله حیات سره لیدنه کړي او ټاکنو اوسنۍ رئیس ډاکټر محمد هاشم دراني د لیری کولو غوښتنه کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ یادو نوماندانو دولایتی شورا دغړو په ملتیا دکندهاروالی حیات الله حیات سره لیدنه کی دټاکنو اوسنی رئیس ډاکټر محمد هاشم درانی دولسی جرګې په ټاکنو کی بې کفایتی تورن کړ او دهغه دلیری کولو غوښتنه یې وکړل.
دکندهار والی حیات الله حیات سره لیدنه کی دولایتی شورا غړو احمدشاه خان او عطاولله عطا ترڅنګ  دولسی جرګې ټاکنو ته ولاړو معترضو نوماندانو هم په وار سره خبری وکړې او د ټاکنوخپلواک کمیسون درئیس په صفت یې دمحمد هاشم درانی بیاځلی ټاکلو  سره مخالفت وښود.
دوئ وویل، چی ولس دولسی جرګې ټاکنو کی هم دیاد کس دلیری کولو غوښتنه کړې وه او نوماندانو هم پر نوموړی ددرغلۍ او بې کفایتۍ ګڼ شکایتونه ثبت کړی وه خو اوس دټاکنو خپلواک کمیسون بیا یاد کس دکندهار دټاکنو درئیس په توګه ټاکلی، چی دکندهار ولسونو ته دمنلو وړ نه دی.
معترضو نوماندانو وویل، چی درانی دولسی جرګې په تیرو ټاکنو کی په فساد او بې کفایتی تورن دی او باید محکمه سی .
کندهاروالی حیات الله حیات لیدنه کی ډاډ وړاندی کړ، چی دموضوع دڅیړنو په موخه به اجراآت ترسره او د اړتیا په صورت کی به دمرکزی ادارې سره  هم خبری وکړی ترڅو کندهار ولایت کی راتلونکی ولسمشریزی ټاکنی په ښه او شفاف ډول ترسره سی.
https://avapress.com/vdcgz39qqak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته