دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 186522
د یوې پاکستانۍ الوتکې مسافر د تشناب پر ځای د بیړنۍ وتنې دروازه خلاصه کړه
د پاکستان د هوایي چلند (PIA) یو مسافر وروسته له هغې د الوتنې د ځنډیدو سبب شو چې د بېړنۍ وتنې په دروازې یې د تشناب د دروازې گمان وکړ.
الوتکه له بریتانیا نه پاکستان ته روانه وه او د اوو ساعتونو لپاره وځنډیدله.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې د گلف نیوز په حواله لیکلي چې د جمعې د شپې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوې ښځینه مسافرې د الوتکې نه د وتلو بېړنۍ دروازه پرانستله او دا کار د مسافرو د ژغورنې وسیلې د خلاصیدو سبب شو.
د پاکستاني مقاماتو د معلوماتو په بنسټ لږ تر لږه ۴٠ مسافر له الوتکې وایستل شول او هوټل ته انتقال شول.
مقامات وایي د مسافرو د تخلیې وسیلې ترمیم د شپږو او ٣٠ زرو ډالرو په حدودو کې لگښت ایجابوي.
د پاکستان د هوایي چلند مقاماتو ویلي دي چې پدې هکله باید پلټنې وشي.
تیر کال په هند کې یو نارینه مسافر وروسته له هغې ونیول شو چې غوښتل یې د بېړنۍ وتنې دروازه د پروز پر وخت پرانستله. هغه هم ویلي وو، فکر کاوه چې دا د تشناب دروازه ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mev8uqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته