کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوې پاکستانۍ الوتکې مسافر د تشناب پر ځای د بیړنۍ وتنې دروازه خلاصه کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1398 ساعت 9:52

د پاکستان د هوایي چلند (PIA) یو مسافر وروسته له هغې د الوتنې د ځنډیدو سبب شو چې د بېړنۍ وتنې په دروازې یې د تشناب د دروازې گمان وکړ.


الوتکه له بریتانیا نه پاکستان ته روانه وه او د اوو ساعتونو لپاره وځنډیدله.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې د گلف نیوز په حواله لیکلي چې د جمعې د شپې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوې ښځینه مسافرې د الوتکې نه د وتلو بېړنۍ دروازه پرانستله او دا کار د مسافرو د ژغورنې وسیلې د خلاصیدو سبب شو.
د پاکستاني مقاماتو د معلوماتو په بنسټ لږ تر لږه ۴٠ مسافر له الوتکې وایستل شول او هوټل ته انتقال شول.
مقامات وایي د مسافرو د تخلیې وسیلې ترمیم د شپږو او ٣٠ زرو ډالرو په حدودو کې لگښت ایجابوي.
د پاکستان د هوایي چلند مقاماتو ویلي دي چې پدې هکله باید پلټنې وشي.
تیر کال په هند کې یو نارینه مسافر وروسته له هغې ونیول شو چې غوښتل یې د بېړنۍ وتنې دروازه د پروز پر وخت پرانستله. هغه هم ویلي وو، فکر کاوه چې دا د تشناب دروازه ده.
 


د مطلب کود: 186522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186522/د-یوې-پاکستانۍ-الوتکې-مسافر-تشناب-پر-ځای-بیړنۍ-وتنې-دروازه-خلاصه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com