دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 186526
بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان د عملیاتو پرمهال د ۱۷امنیتي سرتېرو په ګډون ۳۴ زندانیان را خلاص شوي
کورنیو چارو وزارت وایي، بیګا شپه ناوخته د جوزا په ۲۰ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان په ولایت کې د طالب ترهګرو په یوه زندان بریالي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې له دې زندانه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۱۷ سرتیرو په ګډون ۳۴ زندانیان چې د طالبانو تر شکنجو لاندې و را خلاص کړای شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،:” د پولیسو ځانګړو ځواکونو بېګا شپه ناوخته په بغلان کې د طالب ترهګرو په یوه زندان عملیات کړي. ۳۴ تنه زندانیان چې د طالبانو تر شکنجو لاندې و، راخلاص کړای شوي دي”.
دی زیاتوي چې په زندانیانو کې ۷ تنه د ملي اردو، ۷ تنه پولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري دي او ۱۷ تنه یې ملکي خلک دي
 
سرچينه : Afghan Voice Agency(AVA)
https://avapress.com/vdcdx90f9yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته