کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان د عملیاتو پرمهال د ۱۷امنیتي سرتېرو په ګډون ۳۴ زندانیان را خلاص شوي

Afghan Voice Agency(AVA) , 21 جوزا 1398 ساعت 10:16

کورنیو چارو وزارت وایي، بیګا شپه ناوخته د جوزا په ۲۰ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان په ولایت کې د طالب ترهګرو په یوه زندان بریالي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې له دې زندانه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۱۷ سرتیرو په ګډون ۳۴ زندانیان چې د طالبانو تر شکنجو لاندې و را خلاص کړای شوي دي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،:” د پولیسو ځانګړو ځواکونو بېګا شپه ناوخته په بغلان کې د طالب ترهګرو په یوه زندان عملیات کړي. ۳۴ تنه زندانیان چې د طالبانو تر شکنجو لاندې و، راخلاص کړای شوي دي”.
دی زیاتوي چې په زندانیانو کې ۷ تنه د ملي اردو، ۷ تنه پولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري دي او ۱۷ تنه یې ملکي خلک دي
 


د مطلب کود: 186526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186526/بغلان-کې-د-طالبانو-پر-یوه-زندان-عملیاتو-پرمهال-۱۷امنیتي-سرتېرو-په-ګډون-۳۴-زندانیان-خلاص-شوي

آوا
  https://www.avapress.com