دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 186547
دفاع وزارت: افغانستان کې داعش ډلې فعالیتونه کمزوری شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایی چی دغه هېواد کې داعش ډلې فعالیتونه پخوا پرتله کمزوری شوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف رسنیو ته په دی اړه وویل چې دا ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لری، خو وایی چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.
ده زیاته کړه:
“چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوری وضعیت کې دی او موږ کوښښ کوو چې ختم شی.”
د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کې مېشت د امریکا یوه استخباراتی چارواکی ویلی وو چې داعش ډله له افغانستانه لوېدیځ په تېره بیا امریکا ګواښی.
 
https://avapress.com/vdcgt39quak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته