دغه راز د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال محمد ایمل نیازی زیاتوي؛ اوړمه ورځ یو موتر سایکل بم، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې له چاودنې مخکې ونیول شو، خو په اړه یې څوک ندي نیول شوي.
چارواکو ویلي، چې یاد کسان به له پوښتنو او ګرویږنو وروسته قضایي او عدلیې ارګانونو ته ور وژېژندل شي.
په سویل ختیځ زون کې پکتیکا ناامنه ولایت دی، چې د ډېرو ولسوالیو لارې یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوې دي او خلک یې د تګ راتګ ستونزې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)