کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو په بغلان او کندز کې د طالبانو زندانونه مات کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1398 ساعت 15:27

د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه ناوخته په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې، په ترڅ کې یې ۳۴ تنه زندانیان د دغه ډلې له منګلو ژغورلي دي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، په راخوشي شویو زندانیانو کې ۷ تنه د ملي اردو، ۷ تنه د پولیس، درې د ملي امنیت سرتېري او پاتې ۱۷ تنه ولسي وګړي دي.
دې ته ورته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو یوبل زندان هم مات کړی.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۱۳ زندانیان خوشي کړي دي.
پدې وروستیو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونه عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې په سلګونه زندانیانو د دغې ډلې له زندانونو راخوشي شول.
 


د مطلب کود: 186560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186560/افغان-ځواکونو-په-بغلان-او-کندز-کې-د-طالبانو-زندانونه-مات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com