دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 186563
راتلونکو درېیو ورځو کې پاکستان هوایي حریم د افغان الوتکو پرمخ پرانیزي
تر راتلونکو درېیو ورځو به د پاکستان له هوایي حریم د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بیا ځلې پیل شي.

د ملکي هوایي چلند ادارې وویل چې، له پاکستاني چارواکو سره په لوړه کچه خبرې شوې او تمه کیږي چې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه به د هیواد الوتکې یو ځل بیا د جمو او کشمیر له لارې ډیلي ته پروازونه پیل کړي.
د دغه ادارې شمیرنې ښایي، وروسته له هغې چې پاکستان هوایي فضا د افغان الوتنو پرمخ تړلې ده؛ افغانستان ته نږدې ۲۰ میلونه دالره تاوان اوښتی دی.
د پاکستان له فضا څخه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ، پر الوتنو هغه مهال بندیز ولګیده کله چې پاکستان او هندوستان ترمنځ نښتې وشوې.
کابو څلور میاشتې کیږي چې د پاکستان فضا د افغان الوتنو پرمخ تړلې ده.
د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکي وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې پاکستان څو ځلې ژمنه کړې چې خپله هوایي فضا به د افغان الوتنو پرمخ بېرته پرانیزي، خو تر اوسه یې په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.
د ملکي هوایي چلند اداره ټینګار کوي چې، د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو د ستونزې په اړه د دواړو هیوادونو مشرانو خبرې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې، ولسمشر غني څه موده وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د مکې مکرمې په ښار کې وکتل او د نورو مساییلو ترڅنګ یې هند ته د افغان الوتکو د الوتنو د ستونزې په اړه هم خبرې وکړې چې په پایله کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه وکړه چې د دې ستونزې حل ته به پام وکړي
 
https://avapress.com/vdcepp8zxjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته