د افغانستان سولې عالي شورا وايي، جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیا برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی. دا شورا هیله منه ده چې روانې هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي.
د افغان سولې بهیر کې د جرمني منځګړتوب
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1398 ساعت 17:41
د افغانستان سولې عالي شورا وايي، جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیا برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی. دا شورا هیله منه ده چې روانې هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي.
د سولې شورا ویاند غفور احمد جاوید وايي، جرمني د دې او بیا ازبکستان او خپله جرمني کې د راتلونکو ناستو لپاره اسانتیا برابروي.
''جرمني مختلفې اسانتیاوې برابرولای شي، لکه همغږي د اړیکو جوړول، هغه هېوادونه چې ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي لري هغه ډېر مهم دي او جرمني هم دا ډول هېواد دی چې سیمه کې ښه اړیکي لري او له افغانستان پاکستان سره یې اړیکي ښه دي، ځکه دې برخه کې ګټور تمامېدلی شي. ''
جرمني پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو رژیم له پرځېدو وروسته د بن کانفرنس کوربه و چې پکې د حامدي کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره جوړه شوه.
برلین تر واشنګټن وروسته له افغانستان سره دویم لوی مرستندوی هېواد دی او د سولې بهیر کې یې رول اغېزناک بلل کېږي.
جرمنانو له طالبانو سره د سولې خبرو کې پر خپل رول څه نه دي ویلي، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل تېره میاشت قطر کې له طالب مشرانو او هم په کابل کې له افغان چارواکو سره دوه ځله پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو کارپوه او جرمني کې د افغان کشالې ګڼو ناستو ګډونوال عزیز رفیعي وايي، د افغان سولې بهیر کې د بې پرې هېواد په توګه جرمني اغېزناک کېدلی شي.
''افغان کشاله کې نېغه ونډه نه لري، دا د سولې بهیر کې ډېره ښه اسانتیا راولي او د ښکېلو لورو لپاره باور جوړولی شي، اقتصادي منابع لري او د کړکېچ پر مهال او له سولې وروسته پرمختیايي پروګرامونه پرمخ بوولی شی، بل ټولو خواوو ته ډېر بې پرې هېواد دی او ښه باور جوړولی شي. ''
د مطلب کود: 186568