کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفیر د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې

ازادی رادیو , 21 جوزا 1398 ساعت 18:38

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د حکومت له لوري د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا د برابرولو هڅې کوي.



جان بس نن د جون په ۱۱مه پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري.
خو د جان بس په لیکنه، د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي.
د امریکا سفیر د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي.
وسله‌والو طالبانو نن په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د زندانیانو په ۸۸۷ کسیز لېست کې چې خوشې کېږي، یوازې ۲۶۱ تنه د دوی زندانیان دي.
 


د مطلب کود: 186573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186573/د-امریکا-سفیر-یو-شمېر-طالب-بندیانو-خوشې-کېدو-ستاینه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com