دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 186580
ضیاء الحق امرخېل، ګلالۍ نور ساپۍ، محمد جواد پیکار او عاطف مشعل د کرېکټ بورډ نوي غړي ټاکل شوي
موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي”.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د دې ادارې د بورډ د پخوانيو غړو  حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای، د کرېکټ بورډ د وړاندیز له مخې د ولسمشر په منظوري  سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ، د ښار جوړولو  او ځمکو سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ د نويو غړو په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسولینو نن په کابل کې یوې خبرې ناستې وویل:” موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي”.
همدارنګه په دغې ناسته کې د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو، د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره هم نوي کسان معرفي کړل چې د غوراوي کمېټې څخه د چيف سليکټر ځای ختم شوی او پر ځای يې دوه غړي غوره شوي چې يو يې له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مول او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdj90fzyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته