دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 186584
ایران د افغانستان د اټمي انرژۍ له کمېسیون سره همکاري کوي
د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، د افغانستان د اټمي انرژۍ له کمېسیون سره یې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی.

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د اټمي انرژۍ د کمېسیون یو پلاوی د ایران اټمي وړتیاو سره د اشنايۍ او د سوله‌ییزې انرژۍ څخه د کار اخېستلو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په هدف دې هېواد ته ورغلی دی.
ایراني رسنیو د دې هېواد د اټمي ادارې په حواله ویلي چې د انساني ځواک د وړتیاوو په روزلو او د صحت او کرنې په برخو کې د اټمي انرژۍ د کارولو په شمول بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د افغانستان د اټمي انرژۍ کمېسیون نوې رامنځته شوې اداره چې د روغتیا، کرنې، صنعت، انرژۍ، کانونو او چاپیریال په برخو کې له اټمي انرژۍ څخه د سوله‌ییزې استفادې هڅې یې پیل کړي.
خپله دې کمېسیون یا نور افغان چارواکو له ایران سره د دې هوکړې په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nzk23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته