دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 186589
په ننګرهار کې د یو مسجد خطیب ترور شو
په ننګرهار کې سیمه ایز سرچینی خبر ورکوی چی د ننګرهار خیوای ولسوالی کې یو مسجد خطیب ترور شو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی مولوی صفی الله حنیفی د خیوا ولسوالی قلعتک مسجد خطیب وو او نن سهار د ناپیژانده وسله والو له لوری په ډزو شهید شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند وایی چی ددی قضیی په اړه څیړنې شروع شوی دی خو تراوسه ددی قتل انګیزه نه دی مشخص شوي.
په ننګرهار کې دینی علماوو ترور د څو مدی راهیسی ډير شوی او اندېښنې رامنځته کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcc4eqso2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته