کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرېکټ بورډ نوي غړي وټاکل شوی

22 جوزا 1398 ساعت 11:15

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د دې ادارې د بورډ د پخوانيو غړو حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای، د کرېکټ بورډ د وړاندیز له مخې د ولسمشر په منظوري سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ، د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ د نويو غړو په توګه ټاکل شوي دي.



د افغانستان کرېکټ بورډ مسولینو نن په کابل کې یوې خبرې ناستې وویل:” موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي”.
همدارنګه په دغې ناسته کې د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو، د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره هم نوي کسان معرفي کړل چې د غوراوي کمېټې څخه د چيف سليکټر ځای ختم شوی او پر ځای يې دوه غړي غوره شوي چې يو يې له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مول او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.
 


د مطلب کود: 186590

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186590/د-کرېکټ-بورډ-نوي-غړي-وټاکل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com