دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 186596
فاریاب ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو پر مهال ۱۹ تنه طالب وسله وال ژوبل شوي
نظامي چارواکي وایي، د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې ۱۶ طالب ترهګر وژلي او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د خبر پاڼې له مخې د افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده ور اوښتې. خبر پاڼه زیاتوي یاد عملیات چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي پر مهال یې د سړک غاړي ماینونه او ډېر جګړه ییز توکي هم له منځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaoin6i49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته