دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 186597
قاسم جومارت توقایف د قزاقستان نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه
قاسم جومارت توقايف د قزاقستان د نوي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

دى د هغو انتخاباتو ګټونکى اعلان شو چې نړيوالو څارونکو په‌کې د رأی ورکولو پر مهال د پراخو سرغړونو راپور ورکړى دى.
د انتخاباتو پر مهال په سلګونو سوله‌ييز اعتراض کوونکي د حکومت له‌خوا ونيول شول.
توقايف چې پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف د خپل ځايناستي په توګه غوره کړى و، نن د چهارشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د پلازمېنې نورسلطان د خپلواکۍ په نوم ماڼۍ کې جوړ شوي وو.
د قزاقستان د پلازمېنې نوم په‌دې وروستيو کې له استانې څخه نورسطان ته اړول شوى دى.
د انتخاباتو وروستي نتايج ښيې چې ٦٦ کلن توقايف د تېرې يکشنبې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې يو اويا رأی ګټلي دي.
https://avapress.com/vdcb90b8zrhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته