دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 186607
امریکا په افغانستان کې په جګړه او سوله همهاله ټینګار کوي
امریکا په افغانستان کې په جګړه او سوله همهاله ټینګار تر څو وسله وال طالبان دې ته اړ شي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس پرون په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې خبرو اترو په اووم پړاو کې پر څلورو موضوعاتو د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکون ، بین افغاني خبرو او په روانه جګړه کې د تلفاتو د کچې د راکمولو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
مورګان اورتاګوس وویل، امریکا د غوڅ ماموریت ملاتړ د مشر جنرال سکاټ میلر د خبرو په تایید په افغانستان کې پر جګړه او خبرو همهاله ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې دي چې، زلمی خلیلزاد له تېرو څلورو ورځو راهیسې په افغانستان کې د سیاسي څېرو سره پر لیدنو بوخت دی.
تمه کیږي زلمی خلیل زاد به په نږدې راتلونکې کې په دوحه کې له طالب استازو بیا ځلې خبرې پیل کړي.
همدارنګهپه افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ملاتړ قومندان سکاټ میلر وایي،تر هغې چې په ټول افغانستان کې سوله او امنیت نه وي تامین شوی؛ بهرني ځواکونه به لدې هېواده بهر نه شي.
سکاټ میلر وویل، د افغانستان ټول وګړي د سولې غوښتونکي دي او غواړي چې بهرني ځواکونه له دې هېواده بهر شي،خو دا کار هغه وخت شونی دی چې کله په افغانستان کې سوله او امن راشي.
 
https://avapress.com/vdcdz90f5yt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته