دا انستیتوت هرکال د نړۍ د سوله ایزو او با امنه هېوادونو لست خپروي، د دوی معیار په هېوادونو کې د سولې وضعیت، د ناامنیو اقتصادي لګښتونه او په دغو هېوادونو کې د سولې د ټېنګېدو هلو ځلو او څرنګوالي ته کتنه ده او په همدې اساس هېوادونه درجه بندي کوي.
د انستیتوت په راپور کې په هېوادونو کې د سولې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د امنیت او مصونیت کچه او د کورني او بهرني تاوتریخوالي اندازې ته هم کتل کیږي.
تېرکال سوریه د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی و. سږکال له افغانستان نه وروسته په ترتیب سره سوریه دویم، جنوبي سوډان درېیم، یمن څلورم او عراق پنځم نا امنه هېوادونه ښودل شوي دي.
په همدې حال کې د دغه راپور په اساس آیسلنډ د نړۍ تر ټولو امن هېواد بلل شوی دی.
آیسلنډ له ۲۰۰۸م کال راهېسې په همدغه موقف کې دی. نیوزلنډ، اتریش، پرتګال او ډنمارک په ترتیب سره دویم، درېیم، څلورم او پنځم با امنه هېوادونه دي.
دا راپور وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې د ناامنیو اقتصادي لګښتونه د افغانستان د ناخالص تولیداتو ۴۷ برابر وو.
راپور وايي په تېرو پنځو کلونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د خپل ولس باور هم کم شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)