کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محب، په امنیتي ناسته کې افغان ځواکونو ته د هېواد دښمنانو د ځپلو په موخه لازمې لارښوونې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1398 ساعت 9:16

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د جوزا په ۲۲ مه امنیتي ناستې ته د خپرو پرمهال د هېواد د زړورو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې ستایلې او دغه راز یې د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو د ځپلو او ګواښونو د رفع کولو په اړه لازمې لارښونې کړې دي.



د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دغې ناسته کې په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو د ټولۍ ګانو ځای پر ځای کېدو او سمبالښت په څرنګوالي، د لوېدیځ زون د ولایتونو امنیتي وضعیت پر ارزونې هم خبرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 186631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186631/محب-په-امنیتي-ناسته-کې-افغان-ځواکونو-ته-د-هېواد-دښمنانو-ځپلو-موخه-لازمې-لارښوونې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com