خوښ ديک ۰

دفاع وزارت: خواجه غار ولسوالۍ جګړه کې دښمن ته درانه تلفات او ښتي او له سیمې تیښتې ته اړ شوي

نظامي چارواکي وایي، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې تیښتې ته اړ شوي دي.
دفاع وزارت: خواجه غار ولسوالۍ جګړه کې دښمن ته درانه تلفات او ښتي او له سیمې تیښتې ته اړ شوي

ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، د تخار د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو جګړه کې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت او غبرګون په پایله کې تیښتې ته اړ شوي او ۲۵ وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې جګړه کې  ۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
دفاغ وزارت په دې نیښتو کې، چې پرون د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې پیل شوې، د ۲۵ طالب وسله والو د وژل کیدو خبرو ورکړی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود: 186638 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *