دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 186647
دفاع وزارت: تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګژوبله اوښتي
نظامي چارواکي وایي، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې تیښتې ته اړ شوي دي.

ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، د تخار د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو جګړه کې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت او غبرګون په پایله کې تیښتې ته اړ شوي او ۲۵ وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې جګړه کې  ۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
دفاغ وزارت په دې نیښتو کې، چې پرون د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې پیل شوې، د ۲۵ طالب وسله والو د وژل کیدو خبرو ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdchk-nzq23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته