دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 186664
هرات اوبې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو باندی طالبانو ډله ییز بریدونه ۲۰ ترهګرو په وژل کیدو په شا تمبول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات اوبې ولسوالۍ پر امنیتي پوستونو د طالبانو ډله ییز بریدونه د ۲۰ ترهګرو په وژل کیدو او د ۱۰ نورو په ټپي کیدو سره په شا تمبول شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼې راغلي،:” تېر ماښام د ترهګرو طالبانو ځینو ډلو د اوبې ولسوالۍ د امنیت د ګډوډولو په موخه بریدونه طرح کړي وو، چې د ملي پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په تأسف سره چې په دې نښتې کې دوه پولیس هم شهیدان شوي او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.”
 
https://avapress.com/vdcg339qtak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته