کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات اوبې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو باندی طالبانو ډله ییز بریدونه ۲۰ ترهګرو په وژل کیدو په شا تمبول شوي

23 جوزا 1398 ساعت 15:23

کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات اوبې ولسوالۍ پر امنیتي پوستونو د طالبانو ډله ییز بریدونه د ۲۰ ترهګرو په وژل کیدو او د ۱۰ نورو په ټپي کیدو سره په شا تمبول شوي دي.



دکورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼې راغلي،:” تېر ماښام د ترهګرو طالبانو ځینو ډلو د اوبې ولسوالۍ د امنیت د ګډوډولو په موخه بریدونه طرح کړي وو، چې د ملي پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په تأسف سره چې په دې نښتې کې دوه پولیس هم شهیدان شوي او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.”
 


د مطلب کود: 186664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186664/هرات-اوبې-ولسوالۍ-پر-امنیتي-پوستو-باندی-طالبانو-ډله-ییز-بریدونه-۲۰-ترهګرو-په-وژل-کیدو-شا-تمبول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com