دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 186665
د افغانستان سولې پایلو ته د پوتین هیله‎مندي
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتين ویلي دي چې مسکو د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغان سولې بهیر په موخه همکاري کوي او هیله لري چې د افغانستان سوله پایلې ته ورسیږي.

هغه ویلي دي:«موږ افغانستان کې پرمختګونه په نېږدې څارو. په هر حال موږ په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون چې له فشارونو سره مخامخ ده او له نورو هېوادونو سره ګټورې همکارۍ ته دوام ورکوو تر څو حالات په دې هېواد کې وساتل شي. مسکو په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیله ده چې نړیواله همکاري مثبتې پایلې ولري.»
له دې سره هم مهاله د روسیې استخبارات افغانستان کې د داعش تر چتر لاندې د کابو پنځو زرو بهرنیو جنګیالیو له فعالیته خبر ورکوي. په داسې حال کې چې امریکا هم دا اندېښنې  څرګندې کړې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان، جنرال فرانک مکینزي ویلي دي داسې ګواښ شته چې ښایي داعش له افغانستان پر امریکامتحده ایالاتو برید وکړي:«داعش ډله افغانستان کې پر امریکا د برید هیلې لری. دا زموږ روښانه قضاوت دی، پر هره اندازه چې موږ پر دوی فشارونه کېږدو دا به شخته وي چې دوی دا برید وکړي.»
په افغانستان کې د داعش د شتون په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د پرله پسې خبرداریو سره سره د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--nzm23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته