دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 186666
په کندهار ولایت کې تراوسه زرو کسانو ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړي
په کندهار کې تر اوسه زرو کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني په دی اړه رسنیو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوم‌لېکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوم‌لېکنې پاتې شوي وو.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لېکنې لړۍ پيل شوې وه.
د کندهار پر کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم‌لېکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانېستې وي.
https://avapress.com/vdciqqazqt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته