دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۸
د مطلب کود : 186683
جلال آباد ښار کې انتحاری برید په ترڅ کې ۲۱ تنه ټپیان او شهید شوی دی
ننګرهار سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ۲۱ تنه د انتحاری برید په ترڅ کې ټپیان او شهید شوی دی.

 
عطا‌ءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د جلال آباد ښار تیری ورځې پنجشنبه ماسپښین انتحاری برید وروسته د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی ددی انتحاری برید پّ ترڅ کې چی غرمی وروسته ۴ بجی د جلال آباد ښار شپږم ناحیه کې د فامیلی په سیمه کې د عامه نظم ځواکونو یو پوستی ته نږدی رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا نږدی ۵ غیری نظامیان د یو کوچنۍ په ګډون د ۴ نظامیانو سره شهید شوی او ۱۲ تنه نور د نظامیانو او غیری نظامیانو په ګډون ټپیان شوی دی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی برید درو ټپیانو وضعیت ډير خراب دی.
تراوسه کوم کس یا کوم ډله ددی برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار په ولایت کې طالب او داعش دواړه ډلې فعالیت لری.
 
https://avapress.com/vdch6-nzx23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته