دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 186685
حیات الله حیات: محلی اردو کلیوالی سیمو امنیت کې دی کليدی رول ولوبوی
کندهار والی وایی چی محلی اردو کولای شی چی کلیوالی سیمو امنیت کې کلیدی رول ولوبوی.

والی حیات الله حیات دغه څرګندونی په ژړۍ ولسوالۍ کی د محلی اردو د تقویې په جوړ سوی پروګرام کی وکړې.
په دغه پروګرام کی د کندهار والی ترڅنګ د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود، کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان، د ولایتی شورا غړو، په جنوب کی د قاطع ماموریت قوماندان جنرال براون، د ژړۍ، پنجوایی او میوند ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو، قومی مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
په غونډه کی د محلی اردو پر ارزښت او د دغه بهیر پر قوی کېدو لازم بحث او ویناوی وسوې.
د پروګرام په پیل کی د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود وویل په کندهار کی د محلی اردو دوې ټولۍ جوړیږی، چی یوه ئې په ژړۍ او بله هم په پنجوایی ولسوالۍ کی ده، چی ټول پرسونل به ئې د سیمی اوسېدونکی وی.
کندهاروالی حیات الله حیات وایی که څه هم د ژړۍ او پنجوایی ولسوالیو امنیت د سیمی د مشرانو په همکاری تامین دی خو د محلی اردو په جوړېدو به دغه امنیت لا هم مضبوطه سی.

ښاغلی حیات وایی محلی اردو به د ملی اردو په شان منظمه وی، یوه رهبری به ولری او په مجهزو وسلو به سمبال وی.
هغه د سیمی له مشرانو وغوښتل، چی خپل اولادونه په دغه لیکو کی شامل کړی.
 
https://avapress.com/vdcjomeviuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته