کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین ولسمشر افغانستان سولې پروسه کې همکاري لپاره پاکستان هڅولو ډاډ ورکړي

24 جوزا 1398 ساعت 10:19

د چین ولسمشر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري مهمه بللې او ډاډ یې ورکړی چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو اړخونو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ کوي.



ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، شي جین پېنګ له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې پېکېنګ به اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له پروسې سره همکارۍ ته وهڅوي.
دواړو ولسمشرانو پرون د غبرګولي په ۲۳ مه نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سره وکتل.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي دي چې وايي، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او له طالبانو سره د خبرو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د چین رول مهم دی.
طالبانو تردې دمه له افغان حکومت سره خبرې رد کړي دي.
دا لومړی ځل نه‌دی چې چین په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه ملاتړ اعلانوي او په‌دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.
 


د مطلب کود: 186687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186687/چین-ولسمشر-افغانستان-سولې-پروسه-کې-همکاري-لپاره-پاکستان-هڅولو-ډاډ-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com