کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خواجه غار ولسوالی کې د کورونو پریښودنه/ د تشکیل کمبود د تخار امنیت لویو مشکلاتو څخه دی

24 جوزا 1398 ساعت 13:43

د تخار ولایتی شورا یو غړۍ وایی: د تشکیلاتو کمبودتیا ددی ولایت د لویو مشکلاتو څخه دی په داسی توګه چی د تخار بیلابیلو سیمو امنیت نه شی ساتلای. همدارنګه د خواجه غار ولسوالی یو تن اوسیدونکې ویلی دی چی خلګ په دی ولسوالی کې د خپلو کورونو پریښودلو په حال کې دی.



د آوا په ګزارش سره، محمد اعظم افضلی د تخار ولایتی شورا غړۍ د آوا خبرنګار سره په خبروکې وویل: طالبان د خواجه غار ولسوالی څخه په شاتمبول شوي او ۲۵ تنه یی وژل شوی او ۱۲ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه: طالبان خپل پخوانیو سنګرونو څخه هم پنځه کیلومتره په شاتمبول شوي دی.
د خواجه غار ولسوالی دننه وضعیت نورمال دی او خاص قطعات او کماندو هلته ځای پرځای دی.
هغه وویل: قرار دی چی کماندو خاص قطعات تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته لاړ شی او د هغه ځایه خپل عملیات د بهارک پر ولسوالی باندی شروع کړی. د هغه په وینا ۸۰ سلنه سیمی د بهارک ولسولای آبی اراضی هم د طالبانو په لاس کې دی.
د هغه په وینا که بهارک ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړی، کمکی ځواکونه د کندوز ولایت څخه تخار لوری ته نه شی راتللای او طالبان په سادګی سره کولای شی تخار ولایت خپل تصرف لاندی کړی.
په همدی حال کې صلاح الدین قرداش د خواجه غار ولسوالی یو تن اوسیدونکې د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: وضعیت د خواجه غار په ولسوالی کې تیرو ورځو په نسبت ښه شوی او کماندو ځواکونه د ښار دننه حضور لری.
هغه وویل: ښار وحشت وهل شوی دی. خلګ خپل کورونو پریښودلو په حال کې دی.
 


د مطلب کود: 186691

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186691/په-خواجه-غار-ولسوالی-کې-د-کورونو-پریښودنه-تشکیل-کمبود-تخار-امنیت-لویو-مشکلاتو-څخه-دی

آوا
  https://www.avapress.com