د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد اعظم افضلی د تخار ولایتی شورا غړۍ د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبروکې وویل: طالبان د خواجه غار ولسوالی څخه په شاتمبول شوي او ۲۵ تنه یی وژل شوی او ۱۲ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه: طالبان خپل پخوانیو سنګرونو څخه هم پنځه کیلومتره په شاتمبول شوي دی.
د خواجه غار ولسوالی دننه وضعیت نورمال دی او خاص قطعات او کماندو هلته ځای پرځای دی.
هغه وویل: قرار دی چی کماندو خاص قطعات تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته لاړ شی او د هغه ځایه خپل عملیات د بهارک پر ولسوالی باندی شروع کړی. د هغه په وینا ۸۰ سلنه سیمی د بهارک ولسولای آبی اراضی هم د طالبانو په لاس کې دی.
د هغه په وینا که بهارک ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړی، کمکی ځواکونه د کندوز ولایت څخه تخار لوری ته نه شی راتللای او طالبان په سادګی سره کولای شی تخار ولایت خپل تصرف لاندی کړی.
په همدی حال کې صلاح الدین قرداش د خواجه غار ولسوالی یو تن اوسیدونکې د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: وضعیت د خواجه غار په ولسوالی کې تیرو ورځو په نسبت ښه شوی او کماندو ځواکونه د ښار دننه حضور لری.
هغه وویل: ښار وحشت وهل شوی دی. خلګ خپل کورونو پریښودلو په حال کې دی.