کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: افغان امنیتي ځواکونو په خوست کې ۲۳ طالب وسله وال ژوندي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1398 ساعت 8:55

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۳ نور یې ژوندي نیولي دي.



د خوست ولایت د ملي امنیت د رسنیو دفتر د مالومات پر بنسټ، د دغه ولایت د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند زوړ کوټ، رغمالي، کلي ، سیندي، پاړو خیلو او کوسین خول سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۳ نور یې ژوندي نیولي دي.
د یاد ولایت د ملي امنیت ریاست په خبره، یادو کسانوبه موسی خیلو ولسوالۍ د برید پلان درلود او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.
له یادو کسانو سره بیلا بېلې سپکې او درنې وسلې هم نیول شوې دي .
 


د مطلب کود: 186716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186716/چارواکي-افغان-امنیتي-ځواکونو-په-خوست-کې-۲۳-طالب-وسله-وال-ژوندي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com