کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: له طالبانو سره سوله ډېر وخت غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1398 ساعت 10:08

افغان ولسمشر غني د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل چې، د افغان سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ائتلاف ته اړتیا ده او له سیمه ییزې او نړیوالې هوکړې پرته له طالبانو سره سوله ډېر وخت غواړي.



ولسمشر غني وویل چې، په افغانستان کې شته ستونزو او فرصتونو ته په کتو باید يو سيمه يېز او نړيوال ائتلاف رامنځته شي.
ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان نولسمې ناستې ته چې پرون جمعه د قیرغیزستان پلازمینه کې جوړه شوې وه، داسې وویل:
«موږ تمه لرو چې د امریکا متحده ایالات د یوې معتبرې سیاسي هوکړې لپاره ژمن واوسي. د افغانستان د سولې لپاره یوه نړیواله اجماع اړینه ده، خو د سولې په اړه سیمه ییزې هوکړې ته له لاس رسي او له طالب ملاتړو سره له اړیکې پرته به پرمختګونه وخت ته اړتیا ولري.»
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې، په افغانستان کې شته فرصتونو او ګواښونو ته په پام سره باید د سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ائتلاف جوړ شي.
ولسمشر غني وویل: « یوه پراخه اډانه به په لږ وخت کې چټک عمل ته لار هواره کړه. نړیواله تجربه ښيي چې د اوږدې مودې شخړو سوله ییز حل ګاونډیو هېوادو ته ډېره اقتصادي ګټه لري، موږ د یوې کاري ډلې رامنځ ته کولو وړاندیز کوو.»
ورته مهال، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ناستې ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان جګړه له پوځي لارې نشي حل کېدلی او اسلام اباد د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
عمران خان وویل: «پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې په اړه د بشپړ ملاتړ کوي.موږ د افغانستان سولې لپاره د چین، روسیې او نورو هېوادونو له مثبت مشارکت څخه ستاینه کوو.له جګړې وروسته افغانستان څخه د شانګهای غړو هېوادونو ملاتړ ډیر مهم دی.»
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تینګار وکړ چې، د افغان سولې لپاره، د سیمې په کچه د ډېروهېوادنو مرستو ته اړتیا ده.
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
پوتین وویل: «روسیه په بشپړه ډول د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او بشر دوستانه همکاریو په برخه کې د شانګهای غړو هېوادونو د پراخو همکاریو ملاتړ کوي.»
ولسمشر غني د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته د وینا پرمهال نشه یې توکو ته په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالي اصلي ماشین په توګه د یادونې په ترڅ کې وویل چې، دغه موضوع باید د سولې خبرو په چهار چوکاټ کې زیاته شي.
د شانګهای همکاریو سازمان په۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی چې، چین ، روسیه، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان او ازبکستان د دغه سازمان اصلي غړو او افغانستان، بلاروس، ایران او مغولستان ېې دناظرو هېوادونو څخه شمیرل کیږي
 


د مطلب کود: 186722

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186722/ولسمشر-غني-له-طالبانو-سره-سوله-ډېر-وخت-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com