کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مودي: د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ ودریږو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1398 ساعت 11:39

ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندر مودي پرون ماخوستن د قرغزستان په پلازمینه بېشکیک سره وکتل.



د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لوریو ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.
نریندر مودي یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب ولسمشر غني ته د همکاریو ډاډ ورکړ.
نریندرمودي وویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.
نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
 


د مطلب کود: 186729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186729/مودي-د-ستراتیژیک-ملګري-په-توګه-افغانستان-ترڅنګ-ودریږو

آوا
  https://www.avapress.com