کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تاجکستان کې د (سیکا) پېنځمه ناسته تر سره شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1398 ساعت 15:38

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۵) د (سیکا ) پېمځمه ناسته جوړه او د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کې ګډون او خبرې وکړې.



ښاغلي عبدالله د سیکا په ناسته کې د ترهګرو د خوندي ځالو په له منځه وړلو ټینګار کړی او وایي، چې له شته آسانتیاوو باید بې برخې شي.
هغه دغه راز ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د یوه هېواد کار ندی؛ باید په وړاندې یې ګډه سیمه ییزه مبارزه تر سره شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې امنیت، ثبات او هوسیاینې ته رسیدل له سیمه ییزې همکارۍ او همغږۍ پرته ناشونی کار دی.
ښاغلي عبدالله دغه راز په سیمه کې د تاوتریخوالي، د مخدره توکو د قاچاق، وسلوالو بریدونو او ګواښونو په اړه هم خبرداری وړاندې کړ او په دې اړه یې د مخنیوي لپاره د ګډې مبارزې وړاندیز وکړ.
اجرائیه رییس عبدالله دا هم څرګنده کړه، چې افغانستان د سولې تږی دی او سولې ته د رسیدو لپاره نه یوازې هر اړخیزې هڅې تر سره کوي، بلکې په دې اړه د سیمې هېوادونو هڅې هم ګټورې بولي.  
ښاغلي عبدالله د آسیا د تعامل او اعتماد جوړونې په پېنځمه ناسته کې د ګډون لپاره پرون جمعه د تاجکستان پلازمېنې دوشنببې ته رسیدلی او د یادې ناستې په څنډو کې یې د آسیایي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم ولیدل.
دغه بنسټ په ۱۹۹۲ کال کې د سیمه ییز ثبات او امنیت خوندي کولو په موخه د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظر بایوف په وړاندیز طرحه او په ۱۹۹۶ کال کې رسماً جوړ شو.
سیکا دمګړۍ ۲۲ غړي لري؛ افغانستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، جنوبي کوریا، چین، روسیه، هند، فلسطین، مغولستان، قرقیزستان، ازبکستان، تاجکستان، آذربایجان او تایلند یې هم غړي هېوادونه دی.
 


د مطلب کود: 186748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186748/په-تاجکستان-کې-د-سیکا-پېنځمه-ناسته-تر-سره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com