دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 186750
اې ډي بي: که حکومت د پورونو مدیریت ونکړي؛ د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه زیانمنیږي
د اسیا پراختیايي بانک (اې ډي بي) خبر داری ورکوي چې، که چیرې افغان حکومت له خپلو پورونو په ښه ډول مدیریت نکړي او په ټاکلي وخت یې ادا نکړي؛ ددې هېواد د تېرو اتلسو کلونو پرمختګونو ته به زیان ورسیږي.

د اسیا پراختیايي بانک مشر له افغان حکومت غواړي چې، د پور اخیستلو بهیر په خورا مسؤلانه ډول پیل کړي او د پورونو د مدیریت لپاره د لوړو ظرفیتونو په برخه کې زیاتوالی راولي.
دا په داسې حال کې دي چې، پدې وروسیتو کې د افغانستان د مالي وزارت اعلان وکړ چې، د خپلو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو لپاره نږدې ۹ میلیارده ډالر بودیجې ته اړتیا لري، چې د پلي کولو لپاره به یې د نړیوال بانک په شمول له لویو مالي ادارو پور واخلي.
د افغان حکومت د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په لومړي پړاو کې ۸ ملیارده او ۷۰۰ میلونه ډالرو ته اړتیا ده چې، ډیری برخه به یې د لویو مالي ادارو څخه د پور په ډول واخیستل شي.
د اسیا پراختیايي بانک یو له هغو مالي ادارو څخه دی چې، افغان حکومت ته پور ورکوي تر څو وکولای شي خپل اقتصادي پروګرامونه پلي کړي.
که څه هم تردې معلومه ندهچې افغان حکومت د اسیا پراختیايي بانک څخه څومره پوروړی دی، خو د دغه بانک مشروایي، چې د لویو پروژو د پلي کولو لپاره افغان حکومت باید د ظرفیتونو د زیاتوالي په برخه کې کار کړي چې له مخې یې د پورونو دښه مدیریت په برخه کې ډاډ ترلاسه شي.
د اسیا پراختیايي بانک مشر ساموئل تامیوا وویل: «زما په نظر افغان حکومت باید د اقتصادي ودې لپاره پور واخلي، خو پوښتنه دا ده چې، افغان حکومت وکولای شي د پور اخیستلو له بهیره په مسوولانه ډول مدیریت وکړي. که چیرې پور په ټاکلي وخت ادا نشي، ددې هېواد د تېرو ۱۸ کلونو ټولو پرمختګونو ته به زیان ورسیږي.»
د اسیا د پراختیايي بانک مشر له افغان حکومت غواړي چې په داسې پروژو پانګه اچونه وکړي چې له مالي او فني اړخه پایداره وي او افغان حکومت وکولی شي بېرته یې پور ادا کړي.»
ساموئل تامیوا وویل، «زما په اند د پور اخیستلو بهیر باید په لومړیو کې ډېر سوکه وي، کله چې دوېیا درې پروژې پلې شوې او د پروژو د ښه مدیریت ډاډ ترلاسه شو، پروژې په خپل ټاکلي وخت بشپړې شوې؛ وروسته مونږ کولی شو په ښه دول د لویو پروژو په پلي کولو لاس پورې کړو.»
د افغان حکومت د پروګرامونو لپاره د خصوصي سیکټور پانګه اچونه ۳ ملیارده ډالر اټکل شوې ده، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالخانجان الکوزی وایي، د امنیتي ستونزو او فساد له امله پانګه اچوونکي پانګه اچونې ته زړه نشي نیولی.
په ورته وخت کې د مالي وزارت وایي، تراوسه هیڅ اداره پور ورکولو ته نده چمتو او زیاتوي چې، د بانکو په شمول له مالي ادارو سره د اوږدمهاله پور په اړه خبرې روانې دي.
د مالیې وزارت ویاند وزیر شمروز خان مسجدي وویل: « افغان حکومت ۸.۷ ملیارده ډالره پانګه اچونې ته اړتیا لري تر څو هېواد په ځان بسیا کېدو په خوا روان شي، چې لدې جملې ۳ ملیارده پانګه اچونه خصوصي سیکتور کوي. د لویو پروژو د پلي کولو د پور لپاره د نړیوالو مالي ادرو ترڅنګ د اسیا پراختیايي بانک، د کوېټ او صعودي د مالي ادارو سره خبرې شوې دي. تردې هیڅ ادارې د پور ورکولو ژمنه نده کړې، خو زمونږ هڅه کوو چې، د لویو پروژو د پلي کولو لپاره پور واخلو ترڅو هیواد په ځان بسیا کېدو په خوا روان شي.»
افغان حکومت به تر ډېره د کرهڼې او انرژۍ په برخو کې خپله نوې پانګه اچونه کوي چې په اړه یې د پور لپاره د کویټ، اماراتو، عربستان او د اسیا پراختیايي بانک سره خبرې شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpeqsx2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته