دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 186757
د تروریزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې د عبدالله عبدلله ټینګار
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، تروریستان باید خوندي پټنځایونو ته له لاس رسي څخه محروم شي.
ن
وموړي دغه څرګندونې نن شنبه د «غبرګولې پر۲۵مه» په تاجکستان کې د تعامل او باور جوړونې یا«سیکا» په نوم کنفرانس کې د وینا پرمهال وکړې.
په اسیا کې د تعامل او باور جوړونې یا «سیکا» په نوم دغه کنفرانس چې د تاجکستان مرکز دوشنبې کې رابلل شوی و د روسیې، چین، ترکیې، ایران، قزاقستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اذربایجان صدراعظم هم ګډون کړی و.
عبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب وویل:تروریستان باید امن خوندي ځایونو ته له لاس رسي او د داسې وسایلو او ابزارو څخه چې ورباندې تروریستي فعالیتونه تر سره کړي باید ورڅخه محروم شي، دې هدف ته د رسېدو لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله همکاري زیاته کړو، ځکه په یوازې ځان هېڅ هېواد نشي کولای چې د تروریستانو ګواښ له منځه یوسي."
هغه ټینګار وکړ چې په سیمه کې د تروریستانو ګواښ لا پر ځای پاتې دی، خو زیاته یې کړه چې د مخنیوي لپاره یې باید سیمه ییز هېوادونه په ګډه کار وکړي.
هغه وویل:"موږ باید د امنیت د ټینګښت او ثبات او د خپلو خلکو لپاره د سولې را وستلو لپاره ټوله په سیمه ییزه روحیه کار وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي غني وویل، که چیري په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته نشي له طالبانو سره د سولې خبرې ژر پایلې ته نشي رسېدلی.
هغه که څه هم په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته کړه هغه هېواد چې له طالبانو سره اړیکې لري باید قطعه یې کړي.
د افغان سولې په اړه پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر داسې مهال ټینګار کېږي چې د افغان سولې په اړه خبرې یو نوي پړاو ته داخلي شوي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم سولې ته د رسېدو لپاره پر سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د راتلونکې جولای میاشتې په لومړیو کې په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjimevauqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته