کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې نبي کوهبندي د یوې جنایتکارې ډلې مشر له له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو سره په نښته کې له ټپي کیدو وروسته نیول شوی.
نبی کوهبندي د یو جنایتکارې ډلې مشر د پولیسو سره نښتې وروسته نیول شوي
25 جوزا 1398 ساعت 18:45
کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې نبي کوهبندي د یوې جنایتکارې ډلې مشر له له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو سره په نښته کې له ټپي کیدو وروسته نیول شوی.
د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری سازمان یافته جرمونه طرح کول.
خبر پاڼه زیاتوي، نن له غرمې وروسته یاد جنایتکار د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې ژور ټپي او وروسته بیا ونیول شو.
کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده.
د مطلب کود: 186763