دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 186779
د کرکټ د نړيوال جام په سياليو کې افغان لوبډلې څلورمه ماته وخوړه
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام په سياليو کې افغان لوبډلې پرله پسې څلورمه ماته وخوړه.

که څه هم افغان کرکټ ملي لوبډلې د سويلي افريقا پر وړاندې دغه لوبه چې پرون شنبه ترسره شوه، پوره چمتووالی نيولی و، خو کمزوری بيټنګ يې يو ځل بيا د سترې ماتې لامل شو.
د افغانستان لپاره حضرت ځاځي او نور علي ځدران نسبتاً ښه پيل وکړ او لومړۍ ویکټه په ۳۹ منډو لاړه، خو په نورو لوبغاړو کې پرته له راشده چې ۳۵ منډې يې وکړې، چا خاصه توپوهنه ونه کړه او ټوله لوبډله په ۳۵م اوور کې په ۱۲۶ منډو وسوځېده.
د سويلي افريقې لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۲۹م اوور کې د يوې ویکټې په زيان سره پوره او لوبه يې د ۹ ویکټو په توپير وګټله.
دا په روانو سياليو کې له درېيو پرله پسې ماتو وروسته د سويلي افريقې لومړۍ بريا وه چې ترلاسه يې کړه.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله راتلونکې لوبه د جوون په ۱۸مه د کوربه انګلستان پر وړاندې په مانچستر کې وکړي.
د دې لوبې ليدو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره پلاوی هم ورځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd590fnyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته