خوښ ديک ۰

د لوړو او نیمه لوړو زدکړو۲۵۰ښځینه فارغانې چې د پولیسو لیکو ته د ورتلو لیوالتیا لري ترکېې ته استولې کیږي

کورنیو چارو وزارت وایي، د لوړو او نیمه لوړو زد کړو ۲۵۰ هغه ښځینه فارغانې چې د پولیسو لیکو ته د جذب لیوالتیا ولري ترکېې هېواد ته د بنسسټیزو مسلکي زد کړو لپاره استولې کیږي.
د لوړو او نیمه لوړو زدکړو۲۵۰ښځینه فارغانې چې د پولیسو لیکو ته د ورتلو لیوالتیا لري ترکېې ته استولې کیږي
دغو وزارت په دې تړاو په خپره کړې خبر تیا پاڼه کې ویلي،”کورنیو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴ ټولګي او لېسانس ۲۵۰ فارغانې چې د ملي پولیسو لیکو ته لېواله وي، د مسلکي بنسټیزو زده کړو لپاره د ترکیې هېواد لنډمهاله کورسونو ته ولېږي”. په خبر پاڼه کې، د تابعیت پېژندپاڼه، د ښوونځي او یا پوهنتون د فراغت سند، د کورنۍ خوښه، د ملي پولیسو لیکو ته د پیوستون او د دندو د ترسراوي ژمنتیا، له ۱۸ تر ۳۰ کلونو عمر، په جنایي جرمونو نه تورن والی، بشپړ ه روغتیا او په نشه توکو نه روږدوالی، د نوم لیکنې د شرایطو په توګه یاد شوي دي.
یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود: 186781 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *