کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کاري فرصتونو د برابرولو یو رسمي بنسټ پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جوزا 1398 ساعت 9:39

مسوولین وایي؛ په کابل کې د کاري فرصتونو د برابرولو د رسمي بنسټ له پرانستې موخه د سوداګریزو چارو پراختیا، د انګېزې را منځته کیدل، کاري آسانتیاوې او د کوچنیو تشبثاتو وده ده.



د نویو کارموندونکیو بنسټ رییس اکبر ارغندیوال زیاته کړې؛ موخه د هغو ځوانانو هڅونه ده، چې کوچنیو سوداګریز کار و بارونه لري.
د نویو کارموندونکیو بنسټ غړی میرویس آریا وایي، چې د کوچنیو سوداګریزو کار و باریانو د ودې او پراختیا لپاره اړینه وه، چې د دغه بنسټ پرانسته وشي. 
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي: هڅه کوو هغه لس قلمه توکي په کور دننه تولید کړو، چې اوس له بهره واردیږي.
د هغه په خبره، د وارداتو د بدلون تګلاره بشپړه شوې او اقتصادي شورا ته وړاندې کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی اجمل احمدي وایي؛ دولت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پراخ پروګرمونه لري،  چې بدلون به راوړي.
مخکې له دې تل ټینګار شوی، چې که د کورنیو تولیداتو د ودې او کوچنیو تشبثاتو پراختیا ته پام وشي؛ له یوې خوا به افغانستان ورو ورو ځان بساینې ته ورسیږي او زیاترو خلکو ته په کور دننه کاري زمینې هم برابریږي.
 


د مطلب کود: 186787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186787/په-کابل-کې-د-کاري-فرصتونو-برابرولو-یو-رسمي-بنسټ-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com