دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 186797
په فوتسال سیالیو کې افغانستان هانکانګ ته د ۱-۶ په توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د فوتسال لوبډلې د اسیا د شل کلونو څخه د کم عمر فوتسال اتلولۍ سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانکانګ ته د ۱-۶ په توپیر ماتې ورکړه.

د آسیا د شل کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ د اتلولۍ سیالۍ د شنبې په ورځ د ( جون ۱۵) په ایران کې پیل شوې دي.
ټاکل شوې افغانستان خپله دویمه لوبه نن یکشنبه له کوربه هېواد ایران سره ترسره کړي.
د اسیا د فوتسال سیالیو کې د آسیا ۱۲ پیاوړي هیوادونه برخه اخلي چې افغانستان تیر کال دغو سیالیو ته لار پیدا کړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn90f5yt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته