دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 186799
د کډوالو چارو وزارت د وچکالۍ له امله د بېځايه کېدنې څخه د مخنيوي يو هوکړه ليک لاسليک کړ
دغه هوکړه ليک په هرات ولايت کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو څخه د اقتصادې او ټولنيز ملا تړ، له طبيعي پېښو دمخنيوي او پاکو اوبو ته دلاس رسي په موخه د کډوالو چارو وزارت او کوردايد موسسې ترمنځ لاسليک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير اوپه افغانستان کې د کوردايد موسسې رييس ياپ ون هيردن د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه د ياد هوکړه ليک لاسليک او د دواړو ادارو په همکارۍ يې ټينګار وکړ.
د کډوالو چارو وزير په دې اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ياد هوکړه ليک ارزښت يوميليون ۹۸۱ زره او ۶۳۰ يورو دی او له ۱۴ زرو زيات خلک به ترې برخمن شي.
د ذکر شوي پلان په پلي کولوسره به د ياد هوکړه ليک پر اساس په هرات ولايت کې  وچکالۍ له امله د بېځايه کېدنې مخنيوی وشي.
ياده موسسه به د هوکړه ليک پر اساس دنغدي پيسو دوېش، ۸ د اوبو رسونې شبکې،۳۰۰ کورنو جوړولو، ۲۰۰ خېمو وېشلو، ۷۳ د  اوبو ژورو څاګانو او ۱۸۰۰ تنو ته د کاري زمينې د برابرولو په برخه کې  فعاليت کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1vdy1w6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته