دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 186807
لوړو او نیمه لوړو زده کړو ۲۵۰ ښځینه فارغانې ترکېې هیواد ته بنسټیزو مسلکي زده کړو لپاره استول کیږی
کورنیو چارو وزارت وایي، د لوړو او نیمه لوړو زد کړو ۲۵۰ هغه ښځینه فارغانې چې د پولیسو لیکو ته د جذب لیوالتیا ولري ترکېې هېواد ته د بنسسټیزو مسلکي زد کړو لپاره استولې کیږي.

دغو وزارت په دې تړاو په خپره کړې خبر تیا پاڼه کې ویلي،”کورنیو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴ ټولګي او لېسانس ۲۵۰ فارغانې چې د ملي پولیسو لیکو ته لېواله وي، د مسلکي بنسټیزو زده کړو لپاره د ترکیې هېواد لنډمهاله کورسونو ته ولېږي”. په خبر پاڼه کې، د تابعیت پېژندپاڼه، د ښوونځي او یا پوهنتون د فراغت سند، د کورنۍ خوښه، د ملي پولیسو لیکو ته د پیوستون او د دندو د ترسراوي ژمنتیا، له ۱۸ تر ۳۰ کلونو عمر، په جنایي جرمونو نه تورن والی، بشپړ ه روغتیا او په نشه توکو نه روږدوالی، د نوم لیکنې د شرایطو په توګه یاد شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfxvdyew6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته