کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوړو او نیمه لوړو زده کړو ۲۵۰ ښځینه فارغانې ترکېې هیواد ته بنسټیزو مسلکي زده کړو لپاره استول کیږی

26 جوزا 1398 ساعت 12:09

کورنیو چارو وزارت وایي، د لوړو او نیمه لوړو زد کړو ۲۵۰ هغه ښځینه فارغانې چې د پولیسو لیکو ته د جذب لیوالتیا ولري ترکېې هېواد ته د بنسسټیزو مسلکي زد کړو لپاره استولې کیږي.



دغو وزارت په دې تړاو په خپره کړې خبر تیا پاڼه کې ویلي،”کورنیو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴ ټولګي او لېسانس ۲۵۰ فارغانې چې د ملي پولیسو لیکو ته لېواله وي، د مسلکي بنسټیزو زده کړو لپاره د ترکیې هېواد لنډمهاله کورسونو ته ولېږي”. په خبر پاڼه کې، د تابعیت پېژندپاڼه، د ښوونځي او یا پوهنتون د فراغت سند، د کورنۍ خوښه، د ملي پولیسو لیکو ته د پیوستون او د دندو د ترسراوي ژمنتیا، له ۱۸ تر ۳۰ کلونو عمر، په جنایي جرمونو نه تورن والی، بشپړ ه روغتیا او په نشه توکو نه روږدوالی، د نوم لیکنې د شرایطو په توګه یاد شوي دي.
 


د مطلب کود: 186807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186807/لوړو-او-نیمه-زده-کړو-۲۵۰-ښځینه-فارغانې-ترکېې-هیواد-ته-بنسټیزو-مسلکي-لپاره-استول-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com