دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 186821
د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د مشرتابه کمیتې ناسته تر سره شوه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د مشرتابه کمیتې د هوکړو پرمخ وړلو ناسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په مشرۍ او د اړوند ادارو د معینانو او استازیو په ګډون جوړه شوه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي زمان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه، چې سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په اډانه کې ترسره شوي او دغه راز د افغانستان او پاکستان د سرمشرانو د لیدنې په تړاو، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره شوه، ګډونوالو ته پوره معالومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سوداګرۍ، د کډوالو او بیرته راستنیدونکیو چارو، د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو معینانو او اړوند ادارو استازو هم ددغه پلان لپاره خپل راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.
پدې ناسته کې پاکستان ته د هېواد د ولسمشر سفر سره اړوند موضوعاتو په تړاو هم بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان پېنځه برخې لري. يعنې د دې لپاره پېنځه کاري ډلې جوړې شوي، چې په امنيتي، سياسي، پوځي، د کډوالۍ او د اقتصادي همکاريو په برخو کې کار کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b88rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته