کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انرژۍ او ریل پټلۍ په سکټورونو کې همکاري د مالیې وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اصلي محور وو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جوزا 1398 ساعت 16:06


د مالیې وزارت سرپرست او د زیرنباء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نېټه یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي او یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هیواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هیوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لیږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د اقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لیږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لیږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هیوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هیوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هیواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پای کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول.


د مطلب کود: 186824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186824/د-انرژۍ-او-ریل-پټلۍ-په-سکټورونو-کې-همکاري-مالیې-وزارت-سرپرست-ترکمنستان-بهرنیو-چارو-وزیر-خبرو-اصلي-محور-وو

آوا
  https://www.avapress.com