دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 186832
اردوغان: د میزائیلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم لیږد به راتلونکې میاشت ترکیه ته پیل شی
ترکيه وايي، تمه لري چې له روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم انتقال راتلونکې مياشت پيل شي.

د ترکيې رسنيو د راپور له مخې، ولسمشر رجب طيب اردوغان دا خبره نن کړې ده.
د CNN ټلويزيون د ترکۍ څانګې د راپور له مخې، ولسمشر اردوغان ويلي چې ترکيې ته به د S-400 ډوله دفاعي دستګاوو انتقال د جولاى په نيمايي کې پيل شي.
د انقرې له خوا له مسکوه د هوايي مدافع د دې سېستم د رانيولو موافقه د ترکيې او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د کړکېچ عمده سرچينه ګڼل کېږي.
امريکا وايي، د روسيې ساخت دغه دستګاه د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو ته يو خطر دى.
واشنګټن ترکيې ته ويلي چې له روسيې د هوايي مدافع دستګاوو د رانيولو له کبله به د F-35 ډوله الوتکو له رانيولو منعه کړاى شي.
واشنګتن خبردارى ورکړى چې که ترکيه له روسيې د ميزائيلو F-400 دفاعي سېستم رانيسي، نو ممکن له بنديزونو سره مخامخ شي.
https://avapress.com/vdcds90fxyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته