دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 186835
د کمیسیون د یوولسو ولایتي او د مرکزی دفتر رئیسانو ورپېژندنه
نن د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوي لس تنه ولایتي رئیسان او یو تن مرکزي رئیس چې د آزادې سیالې له لارې بریالي شوي وو؛ د مطبوعاتو په شتون کې په رسمي توګه دغه کمېسیون ته وروپېژندل.
په پېل کې د دغه کمېسیون رئیسې ميرمن حوا علم نورستانۍ نویو رئیسانو ته د مبارکې ویلو په لړ کې وویل: « هره اداره هغه وخت بریالې کېدای شي چې خپل دندې ته پوه او ژمن کدرونه ولري؛ موږ هم پر دې بنسټ له اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره په همغږې د روڼتیا او عدالت په پام کې نیولو له پاره هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ چې دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تاریخ کې بې سابقه کار وء.»
همداشان مېرمن نوستانۍ زیاته کړه: « موږ پر تاسو باندې باور لرو چې د دغې ملي پروسې په ترسره کولو کې به له روڼتیا او عدالت څخه کار اخلې ځکه چې تاسو موږ، خلکو او خدای ج ته مسوول یاست؛ تاسو هغه وخت خپله دنده په ښه توګه ترسره کولاي شې چې د هېڅ سیاسي ګوند، ارګان او یا د کوم شخص د اغېزې لاندې رانشې. همداراز موږ د مجازاتو او مکافاتو اصل هم په پام کې نیولي چې وړ کس ته به ورکول ګېږې.»
د دغه کمېسیون غړي مولانا عبدالله بریالیو رئیسانو ته د تحلیف په ورکولو، وویل: که چېري د یو ولایت رئیس د کوم کس په خوښه له خپلو صلاحیتونو څخه کټنه وکړي موږ ته رئیس مسوول دی نه هغه کس؛ تاسو باید هېچا ته اجازه مه ورکوې چې پر تاسو باندې خپله خوښه ومني.
همداراز د دغه کمېسیون منشي او غري مسافر قوقندي اود دغه کمېسیون نورو غړو مېرمن رحیمه ظریفي او ښاغلي اورنګ زېب، بریالي شویو رئیسانو ته د مبارکې په ترڅ کې وویل: څنکه چې تاسو ته جوته ده چې موږ اوس په عملیاتي لړې کې یو او د رای ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې بهیر پېل دی؛ نو د تاسو لمړی کار د مطبوعاتي ناستو، د بیلابیلو قشرونو سره د غونډو ترسره کول دي؛ ترڅو خلک وهڅوې چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39qnak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته